د افغان ښځو خودجوشه غورځنګ: د طالبانو حکومت مو د منیژه صدیقي په نوم یوه غړې نیولې ده

منیژه صدیقي، د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې

د افغان ښځو خودجوشه غورځنګ وايي، د طالبانو حکومت د دې غورځنګ یوه بله غړې منیژه صدیقي نیولې ده.

د دې خوځښت یوې غړې لیلا بسیم نن ازادي راډيو ته وویل، چې طالبانو نوموړې د روان کال د تلې/میزان په ۱۷مه نېټه د کابل ښار له کارته نو څخه نیولې ده.

اغلې بسیم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا د افغان ښځو د خودجوشه غورځنګ درېيمه معترضه مېرمن ده چې په تېره يوه مياشت کې نیول کېږي، لومړی مېرمن ندا پرواني له خپل مېړه سره، بيا مېرمن ژوليا پارسي یې له زوی سره او اوس هم منیژه صدیقي نیول شوې ده. د دوی یوازېنی جرم دا و چې د طالبانو د غلطو سیاستونو په وړاندې درېدلي وو."

طالبانو د ښځو د خودجوشه غورځنګ غړې ندا پرواني او مېړه یې د وږي/سنبلې په ۲۸ مه نېټه او د دې غورځنګ بنسټګره ژولیا پارسي او زوی یې د تلې/میزان په پنځمه ونیول شول. د طالبانو حکومت تر اوسه د ندا پرواني او ژولیا پارسي نیول کېدل نه تاید او نه هم رد کړي دي.

د ښځینه وو پر وړاندې د طالبانو دریځ او کړنې تل د افغان ښځینه فعالانو له مخالفتونو سره مخ شوي

په ورته وخت کې یوه بله معترضه مېرمن او د ښځو د حقونو فعاله پاریسه مبارز ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت له خوا د نیول شویو ښځو شمېر له هغه څه زیات دی چې په رسنیو کې خپرېږي.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"دا هغه کسان دي چې رسنیز شوي دي، خو د طالبانو په زندان کې ډېرې نورې زندانیانې دي چې برخلیک یې لا هم معلوم نه دی، څه موده وړاندې طالبانو ۸ نجونې بندیانې کړې وې او زه یې چې له کورنیو سره په اړیکه کې یم، کورنۍ یې د اوسنیو ستونزو، دودونو او له دې امله چې دا کورنۍ فکر کوي، بدنامي ور اوړي، نه یې رسنیز کوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د استخباراتو ویاند خلیل همراز د دې راپور تر خپرېدو پورې د ښځینه معترضانو او د طالبانو حکومت پر سیاستونو د انتقاد کوونکو د زنداني کولو او برخلیک په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د افغانستان د خودجوشه ښځو غورځنګ د منیژه صديقي نيول د طالبانو حکومت د «جنسيتي تبعیض» د سیاستونو دوام بولي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د بشري حقونو څانګه وايي چې طالبان لا هم د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان او رسنیز کارکوونکي نیسي.

یوناما د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې د ندا پرواني، ژولیا پارسي او ځینو نورو بشري حقونو د فعالانو او مدافعینو د نیولو یادونه کړې وه او ویلي یې و چې هغوی د نامعلومو دلایلو له مخې طالبانو زنداني کړي دي.

د بشري حقونو فعالان د معترضانو او منتقدانو نیول د اندېښنی وړ بولي او وايي دا ډول کړنې د عدالت غوښتنې غږ غلی کوي.