اسراییلو ته د مکرون سفر؛ هغه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکړ

د عکس ښي لور ته د اسراییلو ولسمشر اسحاق هېرزوک او چپ لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په اسراییلو کې د روغبړ پر مهال

د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به یې اسراییل له حماس ډلې سره په جګړه کې یوازې پرې نه ږدي، خو ایمانویل مکرون نن اسراییلو ته له رسېدو سره سم د سیمې کچې ته د دې کړکېچ د پراخېدو په اړه هم خبرداری ورکړ.

مکرون د اسراییل له ولسمشر اسحاق هېرزوک سره د لیدنې پرمهال وویل چې فرانسه له اسراییل سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

د هغه په وینا چې لومړی هدف باید په غزه کې د نیولو شویو برمته وو خوشې کېدل وي.

له مکرون مخکې، د لوېدیځ نورو مشرانو هم اسراییلو ته د سفر پرمهال د حماس ډلې د برید په ځواب کې له دې هېواد سره خواخوږي څرګنده کړې ده.