اسراییل: په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله‌وال مو وژلي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

اسراییل وايي، تېره شپه یې په غزه کې د حماس ډلې لسګونه وسله‌وال وژلي او زیاتوي چې په دې کلابنده تړانګه کې د هوايي حملو د پای ته رسولو پلان نه لري.

واشنګټن له اسراییلو غوښتي چې د مرستو نورو کاروانونو ته اجازه ورکړي څو غزې تړانګې ته ننوځي.

غزه له دوو اوونیو راهیسې د اسراییل د پرله‌پسې بمباریو له کبله په یوه بشري بحران کې ایساره ده او په نږدې راتلونکي کې د اوربند نښې نښانې نه لیدل کېږي.

دا په تېرو څو لسیزو کې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ د تاریخ ترټولو خونړی پړاو دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو اوونیو کې د اسراییلو په هوايي حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له پنځه زرو اوښتی دی.

اسراییل دا حملې د اکټوبر په ۷مه وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې پر اسراییلو حمله وکړه او له ۱۴۰۰ زیات اسراییلیان یې ووژل.