ټروټ: د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې بریا هڅوونکی اغېز لري

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي تر بریا وروسته نندارچیانو ته لاسونه پړکوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی وايي، د کرکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې بریا به د افغان لوبډلې روحیه لوړه کړي او د راتلونکو لوبغاړو لپاره به د الهام سرچینه شي.

جاناټان ټروټ پرون له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل دا بریا هڅوونکی اغېز لري.

هغه وویل چې دی غواړي افغان لوبغاړي راتلونکو لوبغاړو ته د دې بریا اهمیت ورسوي او دا په یاد وساتي چې د پاکستان پر وړاندې یې په چینای کې یې د ۲۸۳ منډو هدف ترلاسه کړ.

ملي لوبډلې پرون د پاکستان ځواکمنې لوبډلې ته په اتو ویکټو، په داسې حال کې چې لا یې اته توپونه پاتې وو، تاریخي ماتې ورکړه او په خپله مخکینۍ لوبه کې یې انګلنډ چې د تېر نړیوال جام اتل و په لوی توپیر مات کړ.