په اندونیزیا کې یوه افغان کډوال ځانوژنه کړې

ارشیف: په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

په اندونیزیا کې دېره یو افغان کډوال ځانوژنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، ۲۷ کلن سید نادر چې د اندونیزیا په تانجونګ پینانګ ښار کې اوسېده، د ژوند د سختیو او ذهني فشارونو له کبله ځان په خپله خونه کې وژلی دی.

سیدنادر له خپلو درېیو لوڼو او یوه زوی سره په اندونیزیا کې استوګن و، او د مهاجرت له نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' څخه یې مرسته ترلاسه کوله.

په اندونیزیا کې دا مهال شاوخوا اته زره کډوال دېره دي چې ډېری یې د نړۍ نورو هېوادونو ته د تلو په تمه دي.

افغان کډوالو څو ځلې د اعتراضیه غونډو په ترڅ کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی برخلیک روښانه کړي.