د جګړه ځپلو فلسطینیانو لاسنیوي ته د مرستو درېیم کاروان هم ولېږل شو

اسوشېټېډ پرېس لیکلي، غزې ته پرون د اکټوبر په ۲۳مه د مرستو شل لارۍ ولېږل شوې چې ورسره د ټولو استول شویو لاریو شمېر ۵۴ ته ورسېد.

په غزه کې د جګړه ځپلو فلسطینیانو لاسنیوي ته د مرستو درېیم کاروان هم ولېږل شو.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې به تر راتلونکو دو ورځو پورې د تېلو زېرمې تشې شي.

اسوشېټېډ پرېس لیکلي، غزې ته پرون د اکټوبر په ۲۳مه د مرستو شل لارۍ ولېږل شوې چې ورسره د ټولو استول شویو لاریو شمېر ۵۴ ته ورسېد.

ملګري ملتونه بیا د مرستو دغه اندازه کمه بولي او وایي، د غزې ټولو دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې هره ورځ شاوخوا سل لارۍ مواد ور ورسېږي.

اسراییل وروسته تر هغه غزه په بشپړه توګه محاصره کړه چې حماس وسله‌والې ډلې چې پر غزې واک لري، د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او د هغوی خاورې ته ور دننه شول.