حماس وسله‌والې ډلې دوه برمته شوې اسراییلۍ مېرمنې بېرته خوشې کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغو مېرمنو خوشې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

حماس وسله والې ډلې دوه برمته شوې اسراییلۍ مېرمنې بېرته خوشې کړې.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغو مېرمنو خوشې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

سره صلیب هم ویلي چې خوشې شوې مېرمنې یې چې یوه یې پنځه اتیا کلنه او بله هغه یې نهه اویا کلنه ده، له غزې بهر انتقال کړي دي.

خبر کې راغلي چې د دغو مېرمنو خاوندان لا هم له حماس سره برمته دي.

حماس ویلي چې دغه مېرمنې یې د بشري خواخوږۍ له کبله پرېښي دي.

حماس یوه امریکایي مېرمن او د هغې لور تېره اوونۍ ازاد کړل.

لوېدیځ اژانسونه له هغې دلې اسوشېټېډ پرېس د چارواکو په حواله وایي چې حماس وسله‌والو د اسراییل خاورې ته له ننوتلو وروسته لږ تر لږه ۲۲۰ اسرایلیان له ځان سره غزې ته برمته بیولي دي.