‌د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ګڼ غبرګونونه پارولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي تر بریا وروسته د مینه والو ستاینه کوي او هغوی ته لاسونه پړکوي.

د پاکستان په وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو له هغې ډلې محمد اشرف غني او حامدکرزي د پاکستان پر وړاندې بریا تاریخي بللې او د دغه لوبډلې د راتلونکو لوبو د بریا هیله یې کړې ده.

د طالبانو د حکومت مشرتابه هم د ارګ په ایکسپاڼه د مبارکۍ تر څنګ لیکلي چې دې لوبې وښوده افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیاوې لري او بریا خپلولی شي.

د کرکټ نړۍ پېژندل شوي پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر لیکلي چې په روان جام کې د افغانستان لوبې فوق العاده دي.

هغه لیکلي چې د پاکستان پر وړاندې افغان لوبغاړو ډېره تخنیکي، غښتلې او په زړه پورې لوبه وکړه او څنګه چې لوبغاړو یو او دوه منډې کولې او ملګرتیاوې یې جوړې کړې ویې ښوده چې څومره زحمت یې ایستی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د پاکستان د ۲۸۳ منډو هدف یواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.