یونېسف ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل د هرات زلزله ځپلو ته رسوي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې ۸۰ ټنه طبي وسایل او درمل یې ترلاسه کړي او ژر به په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو شویو ۴۳ زره کورنیو ته ورسول شي.

تر دې وړاندې هم مرستندويه ادارو او څو هېوادونو هرات ته مرستې لېږلې او متحده عربي اماراتو هلته يو ګرځنده روغتون پرانيست.

په هرات کې د تېرو دوو اوونيو د زلزلو له امله د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه ١٥٠٠ تنه وژل شوي او څه دپاسه دوه زره تنه نور ټپيان شوي دي.

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي او مرستې ته اړتیا لري.