اردوغان په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منظورۍ پروتوکول خپل پارلمان ته وړاندې کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د منظورۍ پروتوکول د هغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړ.

دا اقدام په ناټو کې د سویډن د یوځای کېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

انقرې په دې تړون کې د سویډن د غړیتوب تصویب ځکه ځنډولی چې وايي، سټاکهولم د کرد ملېشو ډلو په اړه چې انقره یې ترهګر ګڼي، ډېر نرم دی.

په ناټو کې د سویډن غړیتوب باید د دې اتحاد د ټولو ۳۱ غړو له خوا تصویب شي.

ترکیه او هنګري د ناټو یوازېني دوه غړي هېوادونه دي چې تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

د دې پروتوکول په اړه د پارلماني رایګیري موده لا نه ده ټاکل شوې.