هرات کې د زلزلو دوام؛ ډېر خلک بیا تېره شپه له کورونو وتو ته مجبور شول

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

په داسې حال کې چې په هرات کې د تېرو اوونیو له سختو زلزلو وروسته، ډیری خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، خو د تېرې شپې او نن ورځې زلزلو بیا مجبور کړل چې خېمو ته ولاړ شي.

د راپورونو پر بنسټ، تېره شپه او نن ورځ د ریښتر په کچه ۴،۴ درجې د افغانستان شمال غرب لړزولی دی.

د هرات د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس احمد‌الله متقي ازادي راډیو ته وویل، له دې چې وروستیو کې د زلزلې ټکانونه کم شوي وو، نږدې ۵۰ سلنه خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي وو.

خو د متقي په خبره، اوس بیا ډېر خلک خېمو او واټونو ته راوتلي دي.

بېګا هم په سړه هوا او د امکاناتو په نه‌شتون کې ډېرو کورنیو په پارکونو او د سړک پر غاړه شپه سبا کړې ده.

د هرات اوسېدونکې ازیتا ازادي راډیو ته وویل، د زلزلو دوام مجبور کړل چې بیا خېمو ته ستانه شي.

نوموړی وایي:

"موږ کورونو ته تللي وو. تېره شپه ۷ بجې او ۲۰ دقیقې بیا زلزله وشوه. اوس له دې وېرې چې بیا زلزله و نه شي، په خېمو او سړکونو پراته یوو. "

یو شمېر بې ځایه شوي زلزله ځپلي

د هرات یو بل اوسېدونکی نورالله هم وايي، تر پرونه یې د زلزلو اندېښنه ختمه شوې وه، خو له تېرې شپې وروسته بیرته واټونو ته را ووتل.

نورالله زیاتوي:

"خوښ وو چې ژوند بېرته عادی شوی او کولای شو خپلو کورونو ته ولاړ شو. له بده مرغه بیا زلزله وشوه او مجبور شو چې واټونو او عمومي لارو ته راووځوو او شپې ورځې تېرې کړو. "

هاخوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، وضعیت ته په کتو د دوی بودجه مخ په ختمېدو ده، ځکه د دې ادارې له قوله، دوی نږدې ۹۵ زره زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده.

ډبلیوایف‌پي وايي، په هرات کې د زلزلو د قربانیانو له ډلې ۹۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بنسټونه ادعا کوي چې زلزله ځپلو ته یې مرستې رسولي، خو یو شمېر قربانیان بیا وايي، لا هم لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د وروستیو زلزلو پایله

د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې معصومه وايي، له دې امله چې شپه یې په سړه هوا کې تېره کړې، خپله او ماشومان یې ناروغان شوي دي.

"په صحرا پاتې یوو، هیڅ نه‌لرو. یوه خېمه ده، په خاورو کې پټ یوو. طوفان راغی، ماشومان مې ناروغان شول. ښه وضعیت کې نه یوو. "

د ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، د هرات په دوو زلزلو کې نږدې ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او ۲زره نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په دې زلزلو کې ۲۱زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۷ زره نورو ته زیات زیان رسېدلی دی.