یوناما د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې د بشري سرغړونه یادونه کړې

د یوناما په راپور کې د ښځو د کار د بندیز برخه په سر کې رااخیستل شوې او ویل شوي چې په جولای میاشته کې د طالبانو امنیتي پرسونل پر هغو یو شمېر سینګارتونونو چاپه وهلې چې په پټه یې فعالیت کاوه.

په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو څانګې د دغه هېواد د بشري وضعیت په اړه تازه راپور خپور کړی او بېلابېلو برخو کې یې د بشري سرغړونو یادونه کړې ده.

په دغه راپور کې چې نن خپور شوی د روان ۲۰۲۳م کال د جولای، اګست او سپتمبر میاشتو پر مهال بشري سرغړونې مستندې شوي او د طالبانو له حکومته غوښتل شوي چې دا حقونه خوندي کړي.

په راپور کې د ښځو د کار د بندیز برخه په سر کې رااخیستل شوې او ویل شوي چې په جولای میاشته کې د طالبانو امنیتي پرسونل پر هغو یو شمېر سینګارتونونو چاپه وهلې چې په پټه یې فعالیت کاوه.

راپور کې د ښځو د ازاد تګ راتګ په برخه کې هغه بندیز ته اشاره شوې چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د اګست په ۲۶مه په بامیانو کې اعلان کړ او بند امیر پارک ته یې د ښځو تګ منع کړ.

راپور کې د نجونو د تعلیم دوام د بلې سرغړونې په توګه یاد شوی او دغه راز راغلي چې په همدې درې میاشتو کې په عام محضر کې د دورو وهلو پرېکړې هم عملي شوي دي.

په راپور کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه وضعیت ښه بلل شوی او ویل شوي چې د نورو کلونو پرتله سږ کال د اخترونو او عاشورا مراسم هم له کومې لویې امنیتي پېښې پرته ترسره شوي دي.

یوناما له بندیانو او توقیف شویو سره د ناوړه چلند او شکنجې، د بشري او رسنیزو فعالانو خپل سره نیول کېدو او یوشمېر نورو مسئلو ته هم اشاره کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو سملاسي د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.