د ملګرو ملتونو یوه استازي د افغانستان د ستونزو حل لپاره ځینې وړاندیزونه کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یوه استازي د دغه هېواد د ستونزو حل د نجونو پر تعلیم د لګول شویو محدودیتونو لرې کول او د افغانستان له خاورې د نورو په ضد د نه استفادې ډاډ رامنځته کول یاد کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن د لړم په لومړۍ نېټه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سینیرلي اوغلو او مل پلاوي یې ویلي چې یوناما د نړۍ او طالبانو د اړیکو پر نږدې کېدو کار کوي.

فریدون سینیرلي اوغلو چې یو وتلی ترکي ډيپلومات دی له څو میاشتو راهیسې د افغانستان د وضعیت په ارزونه بوخت دی او ټاکل شوې خپل راپور د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ په څو راپورونو کې د افغانستان بشري وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د اندېښنې وړ بللي دي.

د طالبانو حکومت چې د نجونو او مېرمنو پر تعلیم او کار یې بندیزونه لګولي، د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارد بېنیټ راپورونه رد کړي دي.