په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې په غونډه کې په منځني ختیځ کې د روان بحران او له اوکراینه د ملاتړ د دوام په اړه خبرې کوي.

د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې د منځني ختیځ په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره اروپایي ټولنه څه کولای شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل له اوکراین سره، په تېره په پوځې برخه کې د اوږد مهاله مرستو وړاندیز وکړي، خو د راپور له مخې تمه نه کېږي چې په نننۍ غونډه کې به په دې برخه کې مهمې پرېکړې وشي ځکه د اروپایي ټولنې یو شمېر غړي هېوادونه لېواله نه دي چې له اوکراین سره د مالي مرستو نوې ژمنې وکړي.

پر اسراییل د حماس له لوري د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په اړه هم اختلافات موجود دی.

د هسپانیا مشرانو په ښکاره اسراییل تورن کړی چې له غزې څخه په ډله‌ییزه توګه د خلکو د کډه کولو په غوښتنې سره یې نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی دی.

دوی همدارنګه د اوربند لپاره د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

خو د جرمني په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو مشران بیا د دغه چلند مخالف دي او ټینګار کوي چې اسراییل له خپل ځانه د دفاع حق لري.