'آی او ایم' د هرات یو شمېر زلزله ځپلو سره مشورتي غونډې کړي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د کډوالو نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وايي، د دوی سلاکارانو د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې له یو شمېر نارینه وو، ښځو او ماشومانو سره له زلزلې وروسته وضعیت په اړه مشورتي غونډې جوړې کړي دي.

په هغه ویډیو کې چې یاد سازمان پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړه، د دې ادارې یو سلاکار عبدالولي وايي، زلزلې، سېلابونه، جګړې او اوراخیستنې په هر ځای کې خلک له ذهني او روحي پریشانیو سره مخامخ کوي.

ده زیاته کړه: "له کومې ورځې چې دلته راغلي یوو، هڅه مو کړې چې له یو شمېر نجونو، هلکانو، او لویانو سره ناستې ولرو. د دغو ناستو هدف دا دی چې دوی ته خوندور فعالیتونه برابر کړو څو دوی خپل نورمال حالت ته وروګرځي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وايي، د هرات زلزلې پر ۵۴ زره تنو اغېز کړی چې د هغو په منځ کې ۷ زره ۵۰۰ اومیندوارې ښځې دي.