په هرات کې له څه باندې ۳۲ زره ۵۰۰ زلزله ځپلو سره روغتیايي مرستې شوي

د هرات د زلزله ځپلو خیمې چې مخکې ته یې یو ماشوم ولاړ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي چې د هرات په ۶ ولسوالیو کې یې له څه باندې ۳۲ زره ۵۰۰ زلزله ځپلیو افغانانو سره روغتیايي مرستې کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې په دغو مرستو کې لومړنۍ طبي څارنې او روحي ملاتړ شاملېږي.

دې ادارې ویلي چې د زلزلې له کبله تر ۴۳ زره ډېر کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي چې د هغو په منځ کې ۲۳ سلنه تر ۵ کلونو کشر ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې تېره شپه یوه بله زلزله هم احساس شوې.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احمدالله متقي وویل چې دا زلزله وروسته له دې وشوه چې په وروستیو څو ورځو کې زلزلې کمې شوې وې او شاوخوا نیمايي خلک بېرته خپلو کورونو ته تللي وو.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.