په هرات کې یوه بله زلزله احساس شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

په هرات ولایت کې تېره شپه یوه بله زلزله احساس شوه.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ريیس احمدالله متقي وویل چې دا زلزله وروسته له دې وشوه چې په وروستیو څو ورځو کې زلزلې کمې شوې وې او شاوخوا نیمايي خلک بېرته خپلو کورونو ته تللي وو.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې، په لومړۍ زلزله کې چې د اکټوبر په اوومه وشوه او دغه راز په ورپسې زلزلو کې چې ځینې یې شدیدې وې، نږدې یو نیم زر تنه مړه شوي او تر ۲ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.