د افغانستان په ۱۴ ولایتوو کې د پولیو ضد کمپاین پیلېږي

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نوی کمپاین له نن دوشنبې څخه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ پرون یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپل تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین کړي څو پولیو په افغانستان کې ختمه شي.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې یې په واکسین مخه نیول کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان کابو دوې میاشتې پخوا په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو او د هغو د چاپېریالي نمونو د زیاتېدو په وړاندې خبرداری ورکړی و.

دې سازمان همداراز ویلي وو چې په وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې له ننګرهار ولایت سره تړاو لري.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په کې پای ته نه ده رسېدلې.