فلسطیني سرچینې: پر غزې د هوايي برید له کبله لږترلږه ۸۰ کسان وژل شوي

پر غزې د هوايي بریدونو یو انځور

فلسطیني سرچینو پرون یکشنبې په غزه کې د اسراییل د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره د په لسګونو فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د روغتیا وزارت وویل چې د غزې په مرکزي برخه کې د شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه اتیا کسان وژل شوي.

د دې وزارت په وینا دغو بریدونو څه باندې دېرش کورونه ویجاړ کړي دي.

په عین حال کې غزې ته چې د اړتیا وړ لومړنیو موادو له پلوه له یوه بحراني حالت سره مخامخ ده، پرون پر مرستو باراولس نورې لارې داخلې شوې.

په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ په پراخېدو دی، ایران ویلي، کېدای شي سیمه له کنټروله ووځي او د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو هم د لبنان حزب الله ته جدي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که په روان کړکېچ کې ښکېل شي دا به یې د ژوند تېروتنه وي.