اسټن: په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي احتمال شته

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن

د امریکا دفاع وزیر وايي، احتمال شته چې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه خورا ډېر شي.

لویډ اسټن د امریکا اې بي سي تلوېزیون ته وویل، په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په صورت کې به امریکا له پوځي اقدامه ډډه ونه کړي.

جنرال اسټن، چې په وروستیو ورخو کې اسراییل ته سفر کړی و، زیاته کړه، د ځان دفاع خپل حق بولي او په دې کې به زړه نازړه نه شي چې مناسب اقدام وکړي.

اسټن دا څرګندونې پرون څو ساعته وروسته له دې وکړې چې پنټاګون وویل چې په سیمه کې به یو شمېر نور پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړي.