خوړو نړیوال پروګرام: د هرات زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات د خپل ژوند سمولو لاسنیوي ته اړتیا لري

د هرات یوه زلزله ځپلې سیمه

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، په هرات کې زلزله ځپلي له بېړنیو مرستو زیات، د خپل ژوند د سمولو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

دې پروګرام نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې بیا خبرداری ورکړی چې بودیجه یې په چټکۍ په خلاصیدو ده.

سرچینې د شهزاده په نوم د یوې مېرمنې څرګندونې خپرې کړي چې وایي، هرڅه یې له لاسه ورکړي دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، نوموړې د هغو ۹۵ زره کسانو له ډلې یوه ده چې د هرات له زلزلې ژوندۍ پاتې شوې او د دې پروګرام مرستې یې ترلاسه کړي دي.

په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې، اوچا په خپله اېکس پاڼه کښلي چې په هرات کې زلزلو ۲۱ نیم سوه کورونه ویجاړکړي او ۱۷ زره او ۸۸ کورونه یې سخت زیانمن کړي دي.