لندن کې نژدې سل زرو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ

د لاریون یوه څنډه

د لندن پولیس وایي، نژدې سل زره کسانو پرون شنبې د برېتانیا په پلازمېنه کې په هغه لاریون کې ګډون کړی و چې د فلسطینیانو ملاتړو ډلو له خوا تنظیم شوی او هغه یوله هغولاریونونو و چې اروپا یې پرون شاهده وه.

لاریون کونکو، د فلسطین لپاره ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لېږدول.

د لاریون ډیری ګډونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې د پنځو، شپږو، اوو اواتو په ویلو سره اسراییل یو ترهګردولت دی او فلسطین ازاد کړئ، شعارونه ورکول.

د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا په یوشمېر ښارونو کې هم پرون د فلسطینیانو په پلوي او په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په پار لاریونونه ترسره شول.

د اوکتوبرله اوومې چې حماس پراسراییل پراخ برید کړی، اسراییل پرغزې د هوا او ځمکې له لارې ویجاړونکي بریدونه پیل کړي.

د حماس د وسله والو په برید کې په اسراییل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او د حماس چارواکو په غزه کې د ۴۳۸۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.