اسراییلو د غزې له شماله فلسطینیانو ته د وتو خبرداری ورکړ

د غزې وروستۍ جګړه ځپلې فضا

د اسراییل پوځ یوځل بیا په غزې تړانګه کې ملکیانو ته خبرداری ورکړ چې د دې سیمې جنوبي برخې ته کډه شي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په شمالي برخه کې پاتې شول هغوی به د تروریستي سازمان شریک وګڼل شي.

د اسراییل د پوځ اشاره حماس ته وه چې د اوکتوبرپه اومه نیټه یې پراسراییل پراخ برید وکړ.

د غزې د شمالي برخې اوسیدونکو ته دغه خبرداری د معلوماتي پاڼو او د موبایل پیغامونو له لارې ورکړی دی.

اسراییل له غزې سره په پوله کې زیات شمېر سرتېري او درانه پوځي تجهیزات ځای پرځای کړي او نژدې ده چې په سیمه کې ځمکني عملیات پیل شي.