سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پيلیږي

د پولیو کمپاین یو تصویر

سبا دوشنبې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پيلیږي.

د پولیو فري افغانستان وېبپاڼې ویلي چې دغه کمپاین په کندوز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني کې پیلیږي.

په ورته وخت کې، له میندو او پلرونو غوښتل شوي چې خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي.

په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې سږ میلادي کال په دې هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تراوسه پکې د پولیو وایروس د ماشومانو ژوند ګواښي.

د روغتیا پالانو په وینا، پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې فلج کوونکې ناروغۍ څخه وژغوري.