ملګري ملتونه: د افغانستان وروستۍ زلزلې ښځې ډېرې اغېزمنې کړي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي چې د افغانستان په لویدیځ کې وروستۍ زلزلې ښځې ډیرې اغېزمنې کړي او دا مسله د دې سبب شوې چې په افغانستان کې د بشري اقدام د کاري ډلې په چوکاټ کې جنسیتي خبرداري یا جنډرالرټ ته وده ورکړل شي.

په هغه راپورکې چې پرون شنبې په ریلییف وېبپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې جنسیتي خبرداری د هرات د زلزلې له غبرګون سره تړلی چې د اوکتوبرپه اوومه وشوه او شدت یې یې د ریښترپه کچه ۶،۳ ثبت شوی.

ویل شوي چې دغې لومړی زلزلې د دې ولایت په یوشمیرولسوالیو کې یوشمیرکلي بشپړویجاړکړل چې وروسته نورو د اوکتوبرد یوولسمې او پنځلسمې زلزلو او له زلزلو وروسته سختو ټکانونو هم یوڅه ویجاړي رامینځه ته کړې.

په راپورکې ویل شوي چې د دغو زلزلو له امله ښځې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوې او ستراتېژیو ته اړتیا ده چې پراساس یې دوی ته مرستې ورسول شي.

د راپور له مخې، د ځپل شویو ټولنو لومړنۍ ارزونې ښيي چې د اوکتوبر تراولسمې پورې په ۱۸۷ کلیو کې د بالغو کسانو چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، ۵۸ سلنه یې ښځې دي.

د ټپیانو ۶۰ سلنه او د تري تم شویو ۶۱ سلنه یې ښځې دي.

دغه راز ښځې د ټولو اغیزمن شویو کسانو ۵۳ سلنه جوړوي.

دا چې ولې په دغو زلزلو کې ښځې ډېرې اغېزمنې شوي، په راپورکې دې حقیقت ته هم پام شوی چې مېرمنې د کلتوري دود له امله اکثراً په کورکې وي او بل عامل یې هم هغه محدودیتونه بلل شوي چې پرافغانستان د واکمنو چارواکو له خوا پردوی لګول شوي دي.