ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د غزې یو شمېر ویجاړې شوې برخې

د رفح له سرحدي لارې څخه غرې ته د مرستو د شلو لاریو له رسېدو وروسته، ملګروملتونو د غزې په تړانګه کې د سمدستي اوربند او بشري مرستو ته د نا-محدوده لاسرسي غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو پرمختیايي ادارې UNDP، د وګړو ادارې UNFPA، د ماشومانو د مرستې صندوق یونیسیف، د خوړو نړیوال پروګرام WFP او د روغتیا نړیوال سازمان WHO په یوه ګډه اعلامیه کې د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د سمدستي اوربند او د نامحدودو بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې.

دغو ادارو ویلي چې د بشري مرستو کارکوونکو ته باید اجازه ورکړل شي چې اړو خلکو ته مرستې ورسوي، د هغوی ژوند وژغوري او د انساني کړاو مخنیوی وکړي.

د حماس ډلې وسله والو د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو حمله وکړه او له ۱۴۰۰ زیات کسان یې ووژل.

له دې حملې وروسته اسراییلو د غزې پر تړانګه هوايي حملې پیل کړې.

د اسراییلو د حملو په نتیجه کې په غزه کې له ۳۵۰۰ ډېر کسان چې ډېره برخه یې ملکیان وو، ووژل شول.