د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

په کابل کې د افغانستان بانک مرکزي ودانۍ

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، اعلان کړی چې نن یکشنبې به ۱۴ میلیون امریکايي ډالر په بازار کې لیلام کړي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکې په یوه بیان کې له صرافیو، د مالي او بانکي خدماتو له شرکتونو او تجارتي بانکونو غوښتي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت په ازاد بازار کې د ډالرو د لیلام له لارې د افغانۍ ارزښت یوڅه ثابت ساتلی دی، خو داسې شکایتونه شته چې د خوراکي موادو او د نورو توکو بیې لاهم په بازار کې لوړې دي.