د طالبانو ترانسپورت وزارت پر مسافر وړونکو موټرو قیودات وضع کړل

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت وايي چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر اجازه نه لري بارونه ولېږدوي.

دې وزارت پرون شنبې پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې د مسافرانو د خوندیتوب او د ستندردونو د تطبیق لپاره د مسافر وړونکو بسونو چلوونکو ته امر شوی چې پر خپل چت د بارونو له وړلو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت همداراز ویلي دي چې په کابل ښار کې د کنټرول پرمهال یې له یوشمېر مسافروړونکو بسونو څخه اضافي او له ستندرد وتلې څوکۍ لیرې کړې دي.

د متخصصانو په باور، د بسونو پر چتونو د اضافي بارونو لېږد د بسونو انډول له منځه وړي او په نتیجه کې یې ناوړه ترافیکي پېښې رامنځ ته کېدلای شي.