برېتانیا له خپلو خلکو وغوښتل چې افغانستان ته سفر ونه کړي

تصویر له ارشیفه

د برېتانیا حکومت د افغانستان امنیتي وضعیت بې ثباته بللی او ویلي یې دي چې په غالب ګومان تروریستي ډلې به هلته د نورو حملو هڅه وکړي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پرون د حکومت پر رسمي ویبپاڼه خپور شو، هغو برېتانوي وګړو ته چې پخوا په افغانستان کې اوسېدل خبرداری ورکړل شوی چې دې هېواد ته له سفر مخکې امنیتي ګواښونو، خپل استوګنځي او مصوونیت ته پاملرنه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په مذهبي ځایونو کې دننه یا څېرمه او د روژې په شان د مذهبي مراسمو پرمهال د تروریستي حملو احتمال شته.

د برېتانیا حکومت همداراز ویلي دي چې په افغانستان کې د برتانوي وګړو د نیول کېدو خطر شته او دا امکان هم شته چې د برېتانیا حکومت له دې ډول پېښو څخه خبر نه شي، ځکه د برېتانوي چارواکو په وینا په افغانستان کې د عامه اړیکو او قونسلي خدماتو په برخو کې خنډونه شته.