مصر: غزې ته مو نن د بشري مرستو لارۍ ننوتې

د مرستو یو شمېر لارۍ

د مصر د سرې میاشتې چارواکو او یوې امنیتي سرچینې فرانس پریس اژانس ته وویل چې له مصر څخه د رفح سرحدي دروازې له لارې غزې ته د بشري مرستو لارۍ نن داخلې شوې.

د مصر دولتي تلویزیون د یو شمېر لاریو تصویر ښکاره کړ چې د رفح په دروازې ننوځي.

دا مرستې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ غزې تړانګې ته، چې دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، رسیږي.