نتنیاهو: غزه کې تر بریالیتوب ګټلو جنګیږو

د اسراییل صدراعظم، بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم وایي، په غزه کې به د دوی تر بریالیتوب پورې جګړه روانه وي.

بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه باندې د اسراییل بمباریو، همداراز د حماس له لوري د دوو امریکایي برمته و د خوشې کیدو مسالې ته په اشارې سره دا خبره وکړه.

حماس ډلې پرون نهه پنځوس کلنه امریکایۍ جودیت تای رانان او د هغې اوولس کلنه لور ناتالي چې د اکتوبر په اوومه یې د اسراییل له داخل څخه تښتولي وو، بیرته خوشې کړل.

دوې اونۍ مخکې چې حماس ډلې پر اسراییل برید وکړ، هلته یې یو زر څلور سوه کسان چې اکثر یې ملکیان دي ووژل او شاوخوا دوه سوه تنه یې برمته کړل، دا لومړی ځل دی چې دوه یرغمل شوي کسان خوشي کیږي.