جوبایډن له کانګرسه اوکراین او اسراییلو ته د نوې مرستې د تصویب غوښتنه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن له کانګرسه غوښتي دي چې د یوسل او پنځه میلیارډه ډالرو نظامي بودیجه تصویب کړي.

سپینې ماڼۍ پرون وویل چې له دې بودیجې به یو شپیته میلیارډه ډالر اوکراین او څوارلس میلیارډه ډالر اسراییل ته ځانګړې کړي.

ولسمشر بایډن یوه ورځ وروسته تر دې دا غوښتنه وکړه چې ده په یوه وینا کې پر اوکراین د روسیې برید په غزه کې د حماس له وسله والو سره تړلی وباله.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له اسراییل سره به د امریکا دا مرسته د حماس له منګولو د برمته و په خوندي خوشې کیدو کې اغېزمنه تمامه شي.

له کانګرسه دا نظامي بودیجه په داسې وخت کې غوښتل شوې ده چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې کانګرس له اوکراین سره د پوځي مرستې غوښتنه رد کړې وه.