رسنۍ: د هرات په زلزله ځپلو سیمو د سختو بادونو توپان راغلی

د هرات زلزله ځپلي اوسېدونکي

د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په هرات د سختو بادونو توپان راغلی دی.

په رسنیو کې د خپرو شویو تصویرونو پر بنسټ، دا د خاورو او باد توپان نن د دې ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې راغلی دی.

دا توپان په داسې حال کې راغلی چې په دې ولایت کې په زرګونه زلزله ځپلي تر خیمو لاندې ژوند کوي.

په هرات کې په وروستیو پر له‌پسې زلزلو کې په زرګونو کسان مړ او ټپیان شوي او په زرګونو نور يې بې کوره کړي دي.