سرچینې: د مزارشریف په اوومه ناحیه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

له مزارشریف څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې نن ماښام ناوخته د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د کارتې صلح په سیمه کې په یوه امنیتي حوزه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، په چاودنه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

خو ځینو نورو سرچینو ویلي چې دوه چاودنې شوي دي.

تراوسه د بلخ ولایت سیمه‌ییزو طالب چارواکو د چاودنو د څرنګوالي او له کبله یې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.