فلسطینیان بشري مرستو ته سترګې په لاره دي او اسراییل بیا ځمکني عملیات پیلوي

اسراییلي سرتېری غزې ته نږدې هغو ودانیو ته ګوري چې په جګړه کې ویجاړ شوي دي.

فلسطینیان نن د غزې تړانګې ته د نړیوالو بشري مرستو رسېدو ته سترګې په لاره دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځ بیا د غزې پر بېلابیلو سیمو حملې کړي او خبرداری یې ورکړی چې ډېر ژر به ځمکني عملیات هم پیل کړي.

اسراییل د اکټوبر په اوومه نېټه د دې هېواد پر قلمرو د حماس د افراطي ډلې له برید وروسته په تېرو دیارلسو ورځو کې د فلسطیینیانو پر سیمو پرله پسې بمبارۍ کړې دي.

د اسراییل پوځ پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې په غزه کې یې د میزایلونو د توغولو یو مرکز او څو ټونلونه ویجاړ کړي او ادعا یې کړې چې په دې حملو کې له لسو زیات وسله‌وال وژل شوي دي.