'ډبليو ايچ او' د هرات زلزله ځپلو سره د نږدې ۸ میلیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه

د هرات زلزله ځپلي چې اوس خيمو کې ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په هرات ولایت کې له څه باندې یولک زلزله ځپلو سره د نږدې ۸ میلیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون پنجشنبې په یوه راپور کې ویلي چې په هرات ولایت کې ۱۱۴ زره زلزله ځپلي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د هرات ولایت د زلزله ځپلو لپاره ۱۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

په هرات ولایت کې له دوو اوونیو راهیسې زلزلې کېږي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، تر ۱۴۰۰ ډېر کسان په دې زلزلو کې مړه شوي او شاوخوا ۲ زره ژوبل شوي دي.