ډبليو ايچ او: په بشري مرستو بار ۵ لارۍ له رفح څخه غزې ته د تګ لپاره چمتو دي

په بشري مرستو بار لارۍ د مصر له رفح څخه غزې تړانګې ته ننوتو لپاره چمتو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په بشري مرستو بار ۵ لارۍ د مصر له رفح څخه غزې تړانګې ته د تګ لپاره چمتو دي.

دې سازمان د اسراییل د دې اعلان هرکلی وکړ چې وايي د مرستو د رسېدو مخه به ونه نیسي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ريیس ټیډروس اډهانوم پرون خبریالانو ته وویل: "زموږ په لاریو کې بشري مرستې بار شوي او چمتو دي چې غزې ته روانې شي."