رسنۍ: پرون د تورخم له لارې تر ۳زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

د تورخم دروازې یوه څنډه

د پاکستان دولتي راډیو پرون وویل چې پرون پنجشنبې د تورخم له لارې تر ۳ زره ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول.

د دې راډیو پر اساس، هره ورځ زرګونه افغان کډوال، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

د دې راډیو د راپور پر اساس، له کله چې له بې اسناده کډوالو غوښتل شوي چې له پاکستانه ووځي، تراوسه پورې تر ۴۸ زره ۵۰۰ ډېر افغانان خپل هېواد ته بېرته تللي دي.

پاکستان بې اسناده کډوالو ته ویلي چې د اکټوبر تر ۳۱ پورې ووځي ګنې نیول کېږي او په زوره ایستل کېږي.