د کرکټ نړیوال جام؛ هندوستان بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ۱۷مه سیالۍ کې هندوستان پرون پنجشنبه د ۷ وېکټو په توپیر بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

بنګله‌دېش پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه، یادې لوبډلې د ۸ وېکټو په سوځېدو سره ۲۵۶ منډې کړې وې.

په بنګله‌دېشي لوبغاړو کې دواړو پیلیزو توپوهونکو ډاس او حسن نیمه سلیزې وهلې وې.

هند ته بیا جسپریت بومرا، محمدسراج او جدیجا دوه دوه لوبغاړي سوځولي وو.

هند د ۳ ویکټو په سوځېدو سره په ۴۲م اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ.

دا ځل په هندي توپوهونکو کې ویرات کولي سلیزه او شبمن ګیل نیمه سلیزه ووهله.
ټاکل شوې چې سبا د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ سیالي ترسره شي.