په هرات کې بيا زلزله شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولايت موقعیت

د امریکا د جیولوژۍ څېړنیزې ادارې د افغانستان په لوېدیځ کې نن سهار د یوې بلې زلزلې ټکانونه ثبت کړي دي.

دغې ادارې په خپله ویبپاڼه کې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۱ ثبت کړې او ویلي یې دي چې مرکز یې د هرات له ښاره څو کیلومتره لیرې په شمال لوېدیځ کې لس کیلومتره تر ځمکې لاندې و.

دغه زلزله چې نن سهار په سیمه ییز وخت سهار څه باندې نهه بجې شوې، تراوسه یې د زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

په هرات ولایت کې د اکټوبر د اومې د مرګونې زلزلې راهیسې پرله پسې زلزلې یا یې سخت ټکانونه کېږي چې له وېرې یې له لومړۍ زلزلې څخه ژوندي پاتې شوي کسان شپې په پارکونو او نورو ځایونو کې په خیمو کې سبا کوي.

په هرات کې وروستیو زلزلو او له زلزلو وروسته سختو ټکانونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.