په هرات کې زلزله ځپلو ته د خوړو برابرولو لپاره پنځلس پخلنځایونه پرانیستل شوي

په هرات کې د زلزله ځپلو کورنیو خیمې

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په هرات کې زلزله ځپلو ته د ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د څو پخلنځایونو د پرانیستلو خبر ورکوي.

دې پروګرام بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه لیکلي چې د ښځو د ځواکمن کولو او وږو کسانو ته د خوړو برابرولو لپاره یې په هرات کې پنځلس ټولنیز پخلنځایونه فعاله کړي دي.

د دې پروګرام په وینا، د دغو پخلنځایونو له لارې یې د اکټوبر له اتمې نېټې راهیسې د هرات له پنځه زره زیاتو زلزله ځپلو اوسېدونکو ته ګرم خواړه برابر کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون چهارشنبې وویل چې د هرات د زلزلو له زیانمن شویو سره د خوړو مرسته کوي، خو په بېړني ډول نولس میلیون ډالرو ته اړتیا لري تر څو زیانمن شویو سل زره کسانو ته خواړه برابر کړي.