بایډن: د مصر ولسمشر له غزې سره د پولې د پرانیستلو موافقه کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د مصر ولسمشر موافقه کړې چې له غزې سره پوله پرانېزي ترڅو دې سیمې ته پر بشري مرستو بار شل لارۍ ننوځي.

بایډن وویل ده له اسراییل څخه تر کتنې وروسته له عبدالفتاح السیسي سره خبرې وکړې او هغه او د اسراییل صدراعظم دواړو موافقه وکړه چې غزې ته به د مرستو رسېدو اجازه ورکوي.

اسراییل د اکټوبر له اومې د حماس له برید وروسته د غزې تړانګه محاصره کړې او نه پرېږدي چې دې سیمې ته چې ۲،۳ ملیونه وګړي په کې اوسي، خوراکي مواد، اوبه، درمل او د سون مواد داخل شي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو وویل چې د مرستو لړۍ به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.