مرتضی بهبودي د طالبانو له بنده خوشې شو

افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي

افغان‌الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د چارشنبې په ورځ( د اکتوبر ۱۸مه) د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو.

د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کیدو خبر تایید کړی.

د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې له خپرولو سره دغه خبر تایید کړی او ویلي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی.

مرتضی بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی داسې مهال را خوشې شوی چې لا هم یو شمېر نور فعالان د طالبانو په زندان کې بندیان دي او برخلیک یې نه دی معلوم.