د جرمني صدراعظم برلین کې د یهودانو پر عبادت ځای بمي حمله وغندله

د پېښې سیمه

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د پلازمېنې برلین د یهوادنو پر یوه عبادت ځای یا کنیسه اور اچوونکي بمي حمله په سختو ټکو غندلې.

هغه نن وویل چې د یهودانو پرمرکزونو بریدونه په هیڅ ډول د منلو نه دي.

د جرمني پولیس وایي چې نن سهار وختي په برلین کې یوې کنیسې ته دوه اور غورځوونکي بمونه ور ګوزار شول.

دغو بمونو چاته زیان ندی رسولی، خو د جرمني پولیسو هغه په منځني ختیځ کې له شخړو سره تړلې او ویلي یې دي چې په جرمني کې د یهودانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په جرمني کې د یهودانو یوې ډلې ویلي چې په ننۍ پېښه کې دوو تنو لاس درلود، خو په دې اړه یې نورجزییات نه دي ورکړي.