د خوړو نړیوال پروګرام د هرات زلزله ځپلو ته د ۱۹ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د خوړو نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي د هرات له زلزله ځپلو سل زره کسانو سره د خوړو د بېړنۍ مرستې لپاره د نولس ملیون ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

په هغه خبرپاڼه کې د خوړو نړیوال پروګرام نن چهارشنبې خپره کړې د افغانستان لپاره د دې پروګرام د مشر مرستیالې انا ماریه سلهونا Ana Maria Salhuana ویلي چې پروګرام یې د ژوندي پاتې شویو لاسنیوی کوي، خو دوی ته باید خواړه د افغانستان لپاره له هغه پروګرام څخه برابرکړي چې اوس د بودجې له سخت کمي سره مخ دی.

هغې زیاته کړې د همدې لپاره دوی د اضافي بسپنې غوښتنه کړې ده.

د نوموړې په خبره، د دغو زلزلو په څیرناورینونو هغه ټولنې نورې هم ځپلې چې له مخکې په مشکل د ځان لپاره ډوډۍ برابروي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د اټکل له مخې، د زلزلو په سیمو کې ۲۵ زره ودانۍ ویجاړې شوې دي.

دې پروګرام د مړه شویو کسانو شمېر۱۴۰۰ او د ټپیانو ۱۸۰۰ تنه ښودلی دی.