کابل: دشت برچي کې چاودنې څو موټر ویجاړ کړي

د افغانستان په نقشه کې کابل ښار

د کابل په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې څو موټر ویجاړکړي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې چاودنه د سوداګرۍ د یوه مارکیټ په پارکینګ کې شوې چې له امله یې بل شوي اور درې موټر ویجاړ کړي دي.

هغه ویلي، دغې چاودنې چاته زیان ندی رسولی او زیاته یې کړې ده چې په دې اړه چې دا څه ډول چاودنه وه څېړنه پیل شوې.

دشت برجي د کابل هغه سیمه ده چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه دي او له دې مخکې هم پکې ډیرې خونړۍ چاودنې شوې دي.

تراوسه د دې پیښې مسولیت چا یا کومې ډلې ندی اخیستی، خو له دې مخکې د بغلان په مرکز پلخمري کې د شیعه وو پر یوه جومات د تېرې اونۍ د برید مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی و.