د طالبانو له‌خوا د پاسپورټ لپاره د کاغذي غوښتنلیکونو پیلولو اندېښنې رامنځته کړي

ارشیف: په کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

په افغانستان کې یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي وايي، د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست وروستۍ پرېکړې چې د پاسپورټ اپلېکېشن غوښتنلیک به کاغذي یا افلاين هم کړي، دوی اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې د پاسپورټ غوښتونکو د ستونزو د هواري لپاره یې نوې پرېکړه کړې ده.

دغه ریاست د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وليکل، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د انلاین فورمو تر څنګ د پاسپورټ غوښتونکو ته دغه بهیر په کاغذي ډول یا افلاین هم پیل کړي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په هغه غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ د پاسپورټ د عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب په حضور کې جوړه شوې وه، د دې پرېکړې او د کار د ارزونې ترڅنګ، د پاسپورټونو د وېش بهیر او په دې پروسه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د عمومي ریاست دې پرېکړې د یو شمېر هغو پاسپورټ غوښتونکو غبرګونونه او اندېښنې راپارولي چې له څه باندې یوه کال راهیسې د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټونو اخیستلو ته په تمه دي.

دوی وايي، که کاغذي بهیر پیل شي، د فساد او ګډوډۍ لپاره به زمینه برابره شي او وبه نه‌ شي کولای چې په ټاکلي وخت خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ارشیف: په هرات کې د پاسپورټ غوښتونکو ګڼه ګوڼه

د کابل ښار اوسېدونکی حسیب‌الله وايي، له یو کال څخه زیات موده کېږي چې د انلاین فورمې له لارې یې پاسپورټ ریاست ته غوښتنليک ورکړی، خو تر اوسه یې پاسپورټ نه دی تر لاسه کړی.

هغه زیاته کړه: "زما په اند دا د ټولو په حق کې يوه ستر ظلم دی. موږ د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له یو کال راهیسې انتظار باسو، خو له بده مرغه زموږ وار نه دی راغلی. که دا پروسه پیل شي، نو دا به د ټولو هغو کسانو لپاره سخته وي چې پاسپورټ ته عاجله اړتیا لري."

په کابل کې د پاسپورټ یو بل غوښتونکې ماجبین، چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې یې د انلاین فورم له لارې د پاسپورټ اخیستو غوښتنه کړې، هم همدا خبره کوي وايي، که داسې وشي، ښايي خپل پاسپورټ ژر ترلاسه نه کړي.

هغې وویل: "کابو یو کال او دوه میاشتې کېږي چې موږ د انلاین فورمې له لارې پاسپورټ لپاره نومليکنه کړې،خو موږ تر اوسه پاسپورټونه نه دي ترلاسه کړي. اوس دوی پرېکړه کړې چې د انلاین غوښتنلیک ترڅنګ به د کاغذي عريضې له لارې هم پاسپورټونه وویشي، دا یوه جنجالي مسئله ده. بايد لومړى د انلاين فورمونو کار خلاص کړي بيا يې له بلې لارې توزيع کړي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د پاسپورټ غوښتونکو د دې غوښتنې په اړه د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د عمومي ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر هم واخلي، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې د پاسپورټونو د وېش پروسه رڼه ده او په تدریجي ډول به وېشل کېږي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې دا نوې پرېکړه کوي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فراه ولایت اوسېدونکو تور پورې کړ چې د پاسپورټ په وېش کې فساد موجود دی.

دغه شان په هرات کې هم د پاسپورټونو د وېش له بهیر ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ښيي زرګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د هرات د پاسپورټ دفتر ته ورغلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدلو وروسته تر اوسه د پاسپورټونو د ویش بهیر په بې‌ساري ډول پڅ شوی او د بېلابېلو دلایلو له امله څو ځله ودرول شو.