اسراییل: د غزې په یوه روغتون برید د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې کړی

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګري وویل چې د یوې څېړنې نتیجه تاییدوي چې د اسراییل د دفاعي ځواکونو له خوا د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پر دغه روغتون برید نه دی شوی.

د اسراییل پوځ هغه څه د شواهدو په توګه خپاره کړل چې څرګندوي د غزې په یوه روغتون کې د تېرې شپې چاودنه د فلسطینینانو له‌خوا د فیر شوي یوه ناکامه توغندي په نتیجه کې رامنځته شوې نه د دوی د مهماتو په نتیجه کې.

په دې پېښه کې د په سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

حماس د دې چاودنې پړه پر اسراییل اچولې، خو اسراییل وایي، په غزه کې دېره د یوې بلې، د فلسطینیانو د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې له خوا فیر شوي توغندي دغه چاودنه رامنځته کړې ده.

اسراییل ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر رسېدو لږ مخکې د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګري وویل چې د یوې څېړنې نتیجه تاییدوي چې د اسراییل د دفاعي ځواکونو له‌خوا د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پر دغه روغتون برید نه دی شوی.