نړیوال جام؛ افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې توپ اچونه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ۱۶مه لوبه کې افغانستان د نیوزیلنډ پر وړاندې سیالي کوي.

سیالي نن د کابل پر وخت یوه بجه پیلېږي.

د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو نیوزیلنډ بیا د کین ویلیمسن پرځای مارک چپ مین ته چانس ورکړی دی.

دا د دواړو لوبډلو لپاره څلورمه سیالي ده.