طالبانو په هرات کې زلزله ځپلو ته د کورونو جوړولو د کار د پیلېدو ادعا وکړه

د هرات زلزله ځپلي چې اوس په دې ولایت کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د طالبانو حکومت د هرات د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو د کار د پیلېدو خبر ورکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه کې لیکلي چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ په سیاه اب سیمه کې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو کار پیل شو.

هغه ویلي چې دغه کورونه به په معیاري او د ښارګوټي په ډول د زلزله ځپلو لپاره جوړېږي.

مجاهد زیاته کړې چې هڅه کېږي څو د ژمي له رارسېدو مخکې دغه ښارګوټی بشپړ او کورونه یې د هرات د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو خلکو ته توزیع شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د هرات د زلزلو او له زلزلو وروسته سختو ټکانونو په نتیجه کې څه باندې ۳۳۰۰ کورونه وران شوي دي.

اوچا همدارنګه د مړه شویو شمېر ۱۵۰۰ تنه او د ټپیانو نږدې ۲۰۰۰ تنه ښودلی.